د کندز پوهنتون کرنې پوهنځي څخه راغلي پلاوي له وردګ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

wu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۴
تحقیقاتي فارم

د علمي اړیکو او ګډو څېړنیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د کندز پوهنتون د کرنې پوهنځي د اتو څانګو آمرینو او استادانو له وردګ پوهنتون څخه علمي لیدنه ترسره کړه.

د پلاوي ښه راغلاست د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي او د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور عبدالکریم امین له لوري وشو چې ورته د وردګ پوهنتون او په ځانګړې توګه د کرنې پوهنځي د علمي، څېړنیزو او عملي فعالیتونو، تدریسي امکاناتو او راتلونکو همکاریو په اړه معلومات وړاندې شول.

وروسته نوموړي پلاوي د کرنې پوهنځي له څېړنیز فارم، ګلخانې، څېړنیزو پروژو او عملي روزنیزو اسانتیاوو څخه لیدنه وکړه او د یادو برخو له تخنیکي فعالیتونو او لاسته راوړنو، په اړه ورته بشپړ معلومات وړاندې شول. 

د لیدنې په پای کې د دواړو پوهنتونونو استادانو د ګډو څېړنیزو پروژو، علمي تجربو پر تبادلې ټینګار وکړ، ترڅو د متقابلو تجربو او علمي ظرفیتونو له شریکولو سره د ملک د لوړو زده کړو په نظام کې اغېزمنه علمي همکاري نوره هم پیاوړې شي.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۱۴
Background image

وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې

د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

د وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شو

وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت د علمي او مسلکي همکاریو د دوام او پراختیا په موخه، د دواړو بنسټونو ترمنځ پخوانی دوه اړخیز همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

د. . .

BACK TO NEWS