استادانو ته د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو

wu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۰
د نصاب سمینار

د وردګ پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د لا ښه والي په موخه، د «نصاب د تطبیق او ارزونې» تر سرلیک لاندې سیمینار د پوهنتون په کچه د نصاب هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ وړاندې شو.

د سیمینار پیل د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، پیلیزه وینا وکړه او د سیمینار پر اهمیت یې خبرې وکړې. نوموړي د نصاب ارزونه د تدریس کیفیت د لوړولو، د نیمګړتیاوو د تشخیص او د زده‌کړیز بهیر د لا اغېزمن کېدو لپاره مهمه وبلله.

وروسته د کرنې پوهنځي استاد، پوهنمل نورمحمد احمدي، د نصاب د ارزونې د تطبیق په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د نصاب د ارزونې پر موخو، د ارزونې د ترسره کولو پر څرنګوالي، د استادانو پر رول او مسؤلیتونو او د ارزونې د پایلو د اغېزمنې کارونې په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل.

په وروستیو کې دغه سیمینار د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ویلو او دعا سره پای ته ورسېد.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۸:۴۰
Background image

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه ترسره شوه

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، ګڼ شمېر محصلینو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون ترسره شوه.

د «ریښتیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۹:۲۰
Background image

وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۳
Background image

وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي. . .

BACK TO NEWS