د پوهنیار سیدرحیم نیکمل بیوګرافې

پوهنیار سیدرحیم نیکمل د محمدسلیم زوی، په ۱۳۷۲ل. کال  کی وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د نصرت خیلو په کلې کې زیږیدلی دی. لومړنی او منځنی زده کړې یې د لجنته الدعوت الاسلامیه په لیسه کې او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۹۱ه ش کال د خالد بن ولید عالی لیسې کې بشپړې کړي دي. په ۱۳۹۲ل. کال کې د کانکور د ازموینې د لارې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي ته بریالی شو او د او د یادې پوهنځي څخه په ۱۳۹۵ل. کال کې فارغ التحصیل شوی دی، چې د پوهنتون په تحصیلي دوره کې د لوړو نومرو په درلودلو سره د فراغت  وروسته، په ۱۳۹۶ل. کال کې د آزاد رقابت له لاري د وردګ لوړو زده کړو موسسې د ساینس پوهنځي په علمې کادر کې د شمولیت ویاړ ترلاسه کړ.

ښاغلی نیکمل په ۱۳۹۹ل. کال د نړیوال بانګ د بورسونو (HEDP) له لاري مالیزیا هیواد د تکنالوژی پوهنتون(UTM) ته د ماسټری زده کړو دپاره واستول شو. د ماسټرۍ سند یي د ۤپه ۱۴۰۱ کال کی د بایوتکنالوژی په برخه کی د یاد پوهنتون څخه ترلاسه کړی او په ۱۴۰۱ل. کال کې په بریالۍ توګه سره بیرته هیواد ته راستون او په خپله دنده یی پیل وکړ. ښاغلی نیکمل د کرنې پوهنځي د اګرانومی څانګی سرپرست آمر هم پاتې شوي دی.

ښاغلی نېکمل اوس مهال د وردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس دي. ددې تر څنګ ښاغلی د نېکمل د خپلې پوهنملی علمی رتبې لپاره د بایوتکنالوژي پيژندنې (Introduction to Biotechnology) تر عنوان لاندې یو عصری او متعبر کتاب له انګلیسي ژبی څخه خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته ژباړي. د یادونې وړ ده چې په دې نږدي محترم نېکمل د (MIS) سکالرشیفونو له لاری د مالیزیا د تکنالوژي پوهنتون د دوکتورا (PhD) برنامې لپاره د بورسې ګټونکې هم شوی دي.