د علم د مسلکی پراختیا مرکز (PDC)

د علمي کادر غړو د مسلکي پراختیا مرکز (( Professional Development Cent په ۱۴۰۱ کال کې ایجاد شوی دی، چې د استادانو او کارمندانو د مسلکي وړتیاوو د زیاتولو لپاره فعالیت کوي. دغه مرکز د علمي کادر غړو او کارمندانو ته په بېلابېلو برخو کې د وړتیا لوړولو په موخه روزنیز کورسونه، سمینارونه، ورکشاپونه او نور پروګرامونه په لاره اچوي. د نوې ټکنالوژۍ په رڼا کې د څېړنیزو او تدرسي میتودونو په برخه کې د علمي کادر د مهارتونو لوړول، د نړیوالو پرمختللو معیارونو پر بنسټ د روزنیزو برنامو او ورکشاپونو جوړول، د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د علمي کادر د غړو ظرفیتونه لوړول، په علمي او تخنیکي برخو کې د لازمو مسلکي پرمختګونو په اړه بحث او وده رامنځته کول، د اداري کارمندانو د ظرفیتونو لوړول د دغه مرکز له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي. یاد مرکز په خپل تشکیل کې یو مسؤل شخص (آمر)، یو اداري کارکوونکی (عمومي مدیر)  او یو مشورتي بورډ لري، چې له اړتیا سره سم د وړتیاوو د زیاتولو پروګرامونه په لاره اچوي.