وردګ پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د ارزونې پلاوي تشریف راووړ.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست رسمي پلاوي د وردګ پوهنتون د علمي، اداري او څېړنیزو فعالیتونو د هر اړخیزې ارزونې په موخه دغه علمي بنسټ ته تشریف راووړ.
د پلاوي د هرکلي په مناسبت جوړه شوې ناسته کې د وردګ پوهنتون رئیس، الحاج شیـ خ مـ ولـ وي محمد عابد حقـ اني، د ارزونې بهیر د پوهنتون د علمي ودې، د کیفیت د لا پیاوړتیا او د اعتبار ورکونې د بهیر د پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام وباله. نوموړي وویل، وردګ پوهنتون د کیفیت لوړاوي او دوامدار پرمختګ ته ژمن دی او هڅه کوي چې خپلې علمي او اداري چارې د ټولو معیارونو او معاصرو اړتیاوو له مخې لا معیاري کړي.
هغه د پوهنتون د علمي، اداري او څېړنیزو فعالیتونو، ترسره شویو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات له پلاوي سره شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د ارزونې بهیر لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او ټولې اړوندې برخې به له پلاوي سره د مسلکي اصولو، شفافیت او اغېزمنې همغږۍ په رڼا کې بشپړه همکاري وکړي.
ټاکل شوې ده چې د ارزونې پلاوی به د خپل ټاکلي مهالوېش له مخې د پوهنتون بېلابېلې برخې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې د معیارونو پر بنسټ وارزوي، ترڅو د ارزونې د پایلو له مخې د پوهنتون د کیفیت د لا لوړتیا، دوامدار پرمختګ او د اعتبار ورکونې د راتلونکو پړاوونو لپاره رغنده سپارښتنې وړاندې شي.
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
