وردګ پوهنتون ته د لوړو زدکړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتی محمد طاهر احمد صیب تشریف راوړ

wu_admin
Wed, Jun 21 2023 7:34 AM
ښه خبر

 سه شنبه د جوزا مياشتې ۲۳ مه نېټه وردګ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين ښاغلي مفتی محمد طاهر احمد تر مشرۍ لاندې د دولتي محصلانو چارو ریس ، د محصلانو د نظارت او ارزونې امر، د محصلانو چارو د خدماتو امر ، د دولتي محصلانو چارو د ډیتابیس امر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست غونډه په يو لړ پرتمينو مراسمو کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکريم د سپېڅلو ايتونو په تلاوت سره پيل او ورپسې د پوهنتون محترم رئیس شيخ القران و الحدیث مولوي صفت الله ح. ق.ا.ن.ي له وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي څرګنده کړه،چې د کیفیت د لوړاوي او پرمختګ په موخه يې د پوهنتون ارزونې لپاره ګامونه پورته کړي.

همدارنګه د محصلانو چارو معين ښاغلي مفتي محمد طاهر وويل چې له موږ سره مل د ارزونې ټيم به د پوهنتون اکاډميکې او اداري چارې ارزوي تر څو په ياد تحصیلي ارګان کې شته خنډونه او ستونزو ته د حل لارې ولټوي.

ورپسې د دولتی محصلانو چارو ریس ښاغلي استاد حامد یعقوبي د راتګ اجندا له ګډونوالو سره شریکه کړه.

د غونډې په وروستيو کې د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حميدالله عمري د ياد بنسټ په زېر بینايي، علمي او تشکيلاتي برخو رڼا واچوله او له پلاوي څخه يې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې پلاوي د ارزونې تر څنګ د پوهنتون له تدريسي بهير، کتابتون، لابراتوار، نورو پلې شوو پروژو څخه ليدنه وکړه او له محصلینو استادانو سره یی ګډې ناستې تر سره کړې.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 10:35 AM
Background image

د وردګ پوهنتون د احاطې ديوال پرانېست غونډه په يو لړ شانداره او پرتمينو مراسمو کې تر سره شوه

یکشنبه د  روان ۱۴۴۵ کال د ربیع الاول ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ کال د تلې د میاشتې له ۱۶ نیټې سره سمون لري  وردګ پوهنتون د احاطې ديوال پرانېست غونډه په يو لړ شانداره او پرتمينو مراسمو کې تر سره. . .

Sat, Sep 09 2023 12:39 PM
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

په دې توګه د تدراکاتو د قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه په پام کې لري، چې (۵۰۰) جرېبه ځمکې د احاطې جوړولو پروژې قرارداد چې د. . .

Tue, Aug 01 2023 10:55 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د 1402 لمريز کال د کانکور ملي ازموينې د بايومتريک پروسه پيل شوه

نن سه شنبه چې د 1402 لمريز کال د زمري مياشتې له 10 مې نېټې سره سمون خوري, د کانکور ازموينې د بايومتريک پروسه د يو لړ بشپړو امنيتي تدابیرو په ترڅ کې وردګ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي. . .

BACK TO NEWS