اخلاقۍ يالسي

wu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۹:۳۴

 

 

 

 

 

 

د لوړو زده کړو وزارت

وردګ پوهنتون

پلان او پالیسۍ کمیټه

 

 

 

 

اخلاقي پالیسي

 

 

 

کال: ۱۴۰۱ هـ ش

 

 

سریزه

علمي څېړنې، تدریس او په علمي چارو بوختیا د دې لامل کیږي چې یو څوک د ځان غوښتنې او ځان ځانۍ څخه وساتل شي، هغه څه چې د انسانیت لپاره مهم دي او ریښتني حقیقتونه چې په انساني ټولنه کې شته هغه د خلکو په منځ کې را برسیره کوي، او همدارنګه هغه څوک چې عملا په علمي چارو بوخت وي د نورو په پرتله په ټولنیز ژوند کې بریالی او ښه وي، خپلو دندو ته ژمن او د الله ج هغه امر،چې د ټولنې د سمون لپاره یې خلکو ته کړی دی یاد علمي شخصیت یې د هیواد او خلکو لپاره عملي کوي او تر عمل وروسته یې ورته رسوي.

د پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمیټې له هر څه د مخه،  اخلاقو او غوره انساني چلند ته لومړبتوب ورکړی دئ او ورکوي يي، ځکه چې ټول پرسونل یې باید په غوره اخلاقو او په ښکلو انساني کړنو سمبال وي.

پر دې اساس د پوهنتون  د پلان او پالیسۍ کمیټې غوره وګڼله، چې د خپلو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو لپاره یوه داسې اخلاقي پالیسي جوړه کړي چې هره برخه په کې شامله  او په ټولنه کې منلې وي.

 

 

د اخلاقي پالیسۍ د جوړیدو اړتیا او مؤثروالی

څلوېښت کلن ناورین چې هیواد کلک ځپلی او لا هم روان دئ، له ځانه سره زیات منفي اغېز لري، چې له بده مرغه د ټولنې په ټولو برخو یې منفي تا ثیر کړی دی. له دې تاثیر څخه د لوړو زده کړو مرکزونه او پوهنتونونه هم لرې نه دي پاتې شوي.

پر زیاتره کسانو چې خپلې دندې نه پېژني، د خپلې خوښې حرکات تر سره کوي، علمي ارزښتونو ته درناوی نه کوي او داسې نورې کړنې چې انساني او اخلاقي اصول یې نه ایجابوي اثرات شته دي

په افغانستان او نړۍ کې زیات شمیر پوهنتونونه موجود دي، خو زیاتره یې خپل درسي پلان په ښه توګه نشي ترسره کولی، همدارنګه خپل اداري کارونه په ښه توګه نشي سمبالولی، او نه توانېږي چې د خپل درسي، اداري او نورو برخو کیفیت کره او سم کړي، نو ویلی شو چې د دې بدبختۍ ستر لامل یواځې اویواځې بد چلند او بې تفاوتي ده.

یواځینۍ لاره چې د پوهنتون په هر کونج کې د جنسي ځورونې، اخلاقي فساد، اداري ځوړتیا او د تدریس د کمزورتیا مخه نیسي هغه د اخلاقي پالیسۍ جوړونه او پلي کول دي، چې د همدې علمي مرکز په رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو باندي مثبت اغیز کوي.

د اخلاقي پالیسۍ اهداف:

د دندې پرمهال ښه اخلاقي نورمونه کارول ، په اکاډمیکو ځایونو کې د اخلاقي اصولو پلي کول، ټولنه د هوساینې او خوندیتوب چاپېریال ته رهبري کوي. کله چې یوه اکاډمیکه د غوره اخلاقو پر بنسټ ودرېده، نو د هیوادنۍ مینې، انسان دوستۍ، علم خوښونې او نورو کړنو سرچینه بلل کېږي.

د اخلاقي کړنلارې ځانګړی هدف:

د رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو د کړو وړو لپاره د لارښود جوړل.

 

 

 

لومړی څپرکی

د پوهنتون د رئيس، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، اداري کارکونکو او محصلینو لپاره اخلاقي پالیسي

لومړۍ ماده

د پوهنتون رهبري  زیاته د اهمیت وړ ده، ځکه د یوې سالمې ادارې په رأس کې قرار لري.

  1. د اسلام  د سپیڅلي دین اساساتو او شعایرو ته احترام، پابندي او رعایت کول.
  2. د هیواد ټولو نافذه قوانینو ته احترام، پابندي او رعایت کول.
  3. د لوړ زده کړو وزارت ټولو لوایحو،  مقرراتو، مصوباتو او پریکړه لیکونو ته  احترام، پابندي او رعایت کول.
  4. د پوهنتون رهبري، د خپل لاس لاندې ټولو منسوبینو ( استادانو، کارکوونکو او محصلینو) ته د یو منظم او اکاډمیک چاپیریال د برابرولو دنده پر غاړه لري.
  5. د نظم دسپلین  مسؤلین باید اخلاقي ارزښتونو ته  په هره برخه کې ځاي ورکړي.
  6. د نظم دسپلین  کميټه چې هر کله د اخلاقي معیار څخه بېل یو عمل وویني باید له استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو سره قانوني چلند وکړي.
  7. د نظم دسپلین  کمیټې مسؤلین باید د سلسله مراتبو اصول په نظر کې ولري، همدارنګه د محصلینو د لوړ اخلاقي معیار لپاره هڅې وکړي او محصلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي، په هره تحصیلي دوره کې باید محصلینو ته د خپل پروګرام ټول مقررات وښیي او د هغوی څخه تعهد واخیستل شي ترڅو د تحصیل په بهیر کې د پوهنتون له پالیسۍ سره سم خپله تحصیلی دوره پای ته ورسوي.
  8. د پوهنتون رهبري د هر ډول تبعیض څخه پاکه وي، که په پوهنتون کې کوم وګړی چاته آزار او تکلیف رسوي باید ملاتړ ئې ونه کړي او مجازات یې کړي.

دویمه ماده

کله چې رهبري له پورته چارو څخه سرغړونه وکړي د لوړو زده کړو د مقرراتو له مخې باید اړوندو مسؤلینو ته ځواب ورکړي.

 

 

 

دویم څپرکی

د استادانو د اخلاقو لوړ معیار

درېیمه ماده

استاد په علمي او اکاډمیک چاپېریال کې تر ټولو مهم او وړ کس دی، استاد په ټولنه کې تر ټولو عالي شخصیت بلل کیږي، په یوه اکاډمیکه ساحه کې د استاد رول باید په لاندي ډول وي:

  1. د اسلام  د سپیڅلي دین او اساساتو ته بشپړ درناوی ولري.
  2. د هیواد ټولو نافذه قوانینو ته احترام او پابند و اوسي
  3. د لوړ زده کړو وزارت ټولو لوایحو، مقرراتو، مصوبو او پریکړه لیکونو رعایتول.
  4. خپله دنده کې  وفاداري او سپېڅلتیا څرګندول د استاد له اکاډمیکو اخلاقو څخه شمیرل کیږي.
  5. استاد باید تقوا لرونکی، رښتینی او په خپل کې مسلک کې ښه سلوک کوونکی شخص وي، که څه هم استاد له دې اخلاقو څخه برخمن دی، خو کله چې پورتني اصول  پرځان عملي نه کړي محصلینو ته ګټه نه شي رسولی.
  6. استاد باید په خپله ښوونه کې ریښتینی وي، ځکه علمي مطالب پوره دقت او اصلي سرچینې غواړي.
  7. استاد باید لوړ هدف لرونکی، د قانون پابند او د وخت ښه مراعتوونکی وي.
  8. استاد باید تل له بې عدالتیو څخه لرې عدالت پلوی شخص وي او هیڅ وخت خپل لوړ مقام تر سوال لاندې رانه ولي.
  9. استاد باید له نورو استادانو، همکارانو او اداري کارکوونکو سره د مینې، ورورولۍ او عاطفې له مخې اړیکې ولري، له غرور، تکبر، حسد،  تبعیض او تعصب څخه ډډه وکړي.
  10. استاد باید له ټولو استادانو، کارمندانو او محصلینو سره ښې اړیکې ولري، له شخصیت وژنې او تحقیر څخه ډده وکړي.
  11. استاد باید په تدریس سربېره محصلینو ته غوره لارښوونې او نېکې مشورې ورکړي، پر ښو اخلاقو، تواضع، متقابل احترام او انسان دوستۍ باندې ټینګار وکړي.
  12. استاد باید ډیر مهربانه، زړه سوانده او تل د خپلو محصلینو په پرمختګ اوکامیابۍ خوشحالیدونکی شخص وي، د محصل هڅونه او له تحقیر څخه یې ځان ساتنه اساسي اصل دی.
  13. استاد چې کومه خبره کوي باید هغه خپله هم عملي کړي ترڅو د  استادۍ شخصیت ته صدمه ونه رسيږي. کوم وخت چې د خبرې او عمل ترمنځ فاصله راشي نو د شخصیت کمی احساسیږي.
  14. استاد باید سالم انتقاد کوونکی او سالم انتقاد منونکی شخص وي، چې دغه اصل د استاد لپاره زیات اړین دئ، او هر وخت باید سالم انتقاد ته ذهنأ تیار وي.
  15. استادي او معلمي دپیغمبرانو دنده ده، نو ځکه استاد باید ډیر زغمناک او استقامت لرونکی شخص وي، تر څو یې دغه سپېڅلې دنده ښه پر مخ وړې وي.
  16. استاد باید د محصلینو د ستونزو د حل په موخه مرستندوی شخص وي، ترڅو هیڅ ډول همکاري له محصلینو څخه ونه سپموي.
  17. استاد باید نوښتګر وي، تر څو خپل مسلک کې نوي او مفید معلومات تر خپلو محصلینو پورې ورسوي.
  18. استاد باید هر وخت د محصلینو راز ساتونکی او با اعتماده شخص وي.
  19. وفاداري او ریښتینولي د استاد ځانګړي صفات دي او باید ویې لري.
  20. استاد د محصل نظریات اوري، د ښه نظر ستاینه کوی او کم رنګه نظر په سالم ډول اصلاح کوي.
  21. استاد باید د محصلینو حالت درک کړي او د هر محصل د کمزورۍ او قوت ټکي باید ورته معلوم وي.

څلورمه ماده

کوم وخت چې استاد له پورته مواردو څخه سرغړونه وکړي د لوړو زده کړو د مقرراتو له مخې باید اړوندو مسؤلینو ته ځواب ورکړي.

درېیم څپرکی

د اداري کارکوونکو د اخلاقو لوړ معیار

پنځمه ماده

اداري اخلاق، امانت ساتل، خدمت کول، مسئولیت پیژندل، اصولي چاري ترسره کول، انساني مینه، د عدالت پلوي او داسې نور اصول چې  پوهنتون یي د خپلو اداري کارمندانو لپاره غوره ګڼي.

لاندې څو مهم ټکي دي چې د لوړو زده کړو یو اداري کارکوونکی يي باید ولري ترڅو بریالی اداري کارکوونکی پاته شي :

۱. د اسلام د سپیڅلي دین اساساتو او شعایرو ته احترام، پابندي او رعایت کول.

۲. د هیواد ټولو نافذه قوانینو ته احترام، پابندي او رعایت کول.

۳. د لوړو زده کړو وزارت  ټولو لوایحو، مقرراتو، مصوباتو او پریکړه لیکونو ته احترام، پابندي او رعایتول .

۴. په اداره کې د استادانو او اداري کارکوونکو تر منځ متقابل احترام.

۵. د اسنادو حفاظت کوونکی وي.

۶. د نظم او دسیپلین پوره مراعات کوونکی وي.

۷. د مراجعینو سره باید ښه رویه اوسلوک وکړي.

۸. په کار کې باید دقیق وي.

۹. په رسمي وخت کې یوازې اداري کار وکړي.

۱۰. د خپلو همکارانو په کارونو کې پوره همکاري وکړي.

۱۱. د انتقاد او  وړاندیز مهارتونه یې زده وي.

۱۲. د پوهنځي د ټولو تجهیزاتو ساتنه او د ادارې اصل په نظر کې ونیسي .

۱۳.  د پوهنځي له اجناسو څخه باید شخصي استفاده ونه کړي.( ټلیفون ، کمپیوټر)

۱۴. د اړتیا په وخت کې که چیرې اداري کار د ادارې څخه بهر وي باید ترسره یې کړي.

۱۵. په غیر رسمي وخت کې که چیرې په اداره کې اړتیا پیدا شي باید د کار لپاره تیار وي.

۱۶. کله چې په رسمي وخت کښې له ادارې څخه وځي باید له اړوند مسؤل سره په اړیکه کې وي.

۱۷. د راز ساتل د یو کارمند یوه متمایزه ځانګړنه ده.

شپږمه ماده

کله چې اداري کارکوونکي له یادو مواردو څخه سرغړونه وکړي د لوړو زده کړو د مقرراتو او د ملکي ادارې د کارکونکي د چلند د اصولو له مخې باید اړوندو مسئولینو ته ځواب ورکړي.

 

 

 

 

 

 

څلورم څپرکی

د محصلانو د اخلاقو اړوند  معیار

اوومه ماده

محصلین په ټولنه کې ځوانه طبقه ده، د پرمختګ په حال کې دي، پوه بافکره او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو په برخه کې په زړه پورې ارزښت لري.  د پوهنتون بنسټیزه او لومړنۍ دنده دا ده، چې ځوانان په لوړو او پرمختللو زده کړو سمبال او روزل شوي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

۱- د اسلام د سپیڅلي دین د اساساتو او شعایرو احترام، پابندي او رعایت کول.

۲- د هیواد ټولو نافذه قوانینو ته احترام، پابندي او رعایت کول.

۳- د لوړو زده کړو وزارت ټولو لوایحو، مقرراتو مصوباتو  او پریکړه لیکونو ته احترام، پابندي او رعایتول .

۴- د پوهنتون او پوهنځي مشرتابه، استادانو او نورو اداري منصوبینو ته متقابل احترام.

۵- د بیان ازادۍ، منل شوي معیارونه او د اسلامي شریعت اساسات په پام کې نیول او هغوی ته احترام کول .

۶- د پوهنتون او پوهنځيو په کچه په کمېټو کې د محصلینو نظریاتو  ته متقابل احترام.

۷- د پوهنتون او پوهنځي د انګړ او درسي ټولګیو دننه د نظم او ډسپلین رعایت کول.

۸- د پوهنتون او پوهنځي د انګړ او درسي ټولګیو د پاکۍ خیال ساتل او همکاري کول.

۹- د هر ډول منفي اخلاقو او د انساني کرامت ضد کړنو څخه ډډه کول.

۱۰- د هر ډول ویجاړونکو فعالیتونو او د بشري ضد کړنو څخه ډډه کول.

۱۱- د هر ډول نشه راوړونکو توکو له کارونې څخه ډډه کول.

۱۲- د هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو او پارونو څخه ډډه کول.

۱۳- د نامناسبو جامو د اغوستلو څخه چې د افغاني ټولنې او  کلتور سره په ټکر کې وي ډډه کول.

۱۴- د پوهنتون او پوهنځي په انګړ او درسي چاپېریال کې د زینتي توکو له کارولو څخه ډډه کول.

۱۵- د پوهنتون او پوهنځي انګړ کې د بې ځایه ګرځیدو راګرځیدو څخه ډډه کول.

۱۶- د پوهنتون او پوهنځي  انګړ او درسي چاپېریال کې د سیاسي او ډله ییزو فعالیتونو څخه ډډه کول.

۱۷- د پوهنتون او پوهنځي انګړ او درسي چاپېریال کې د هر ډول ناوړه کړنو څخه چې د ناامنۍ، تاوتریخوالي، بې نظمۍ، تشنج او دښمنۍ لامل کیږي ډډه کول.

۱۸- د پوهنتون او پوهنځي  اړوندو وسایلو، لوازمو او سمسورتیا ساتنه کول.

۱۹- محصل / محصله چې د هر دلیل پر بنسټ د تحصیلي پروګرام څخه ایستل شوې وي او د ایستنې پریکړې یې قانوني پړاوونه طی کړي وي د دویم ځل لپاره دې پرواګرام ته په هیڅ ډول لاره نشي پیدا کولی.

۲۰- محصل / محصله مکلف دي چې دلوړو زده کړو وزارت، وردګ پوهنتون او د نظم دسپلین  کمیټې د اصولو، مقرراتو او لارښوونو په پام کي نیولو سره د ملي او نړیوالو سرچینو څخه دخپلو کورني کارونو او منوګرافونو په ترتیب کې ګټه واخلي.

۲۱- پر ټاکلي وخت په منظمه توګه په ټولګي کې درسونو (په ټولګي کې په بحث کي فعاله ونډه اخستل) او ساحوي کارونو ته حاضریدل.

۲۲- په درسونو، د کورنیو دندو په ترسره کولو او منوګراف لیکلو کې د اړوند لارښود استاد د لارښونې په پام کي نیول.

۲۳- پر ټاکلي وخت د کورنیو دندو ترسره کول او سپارل.

۲۴- د پوهنتون اړوندو ټولو چارو او کنفرانسونو کې فعاله ونډه اخستل.

۲۵- د پوهنتون اړوند مهال ویش او پلان سره سم د لیسانس د دورې په بریالیتوب سره پاي ته رسول.

اتمه ماده

که دکوم محصل /محصلې نه د پورته مواردو په نه مراعت کولو کې سرغړونه او یا تیروتنه ترسره شوه په اړه یي د پوهنتون له خوا هر ډول پریکړې ته په غاړه ایښودو باندي باید ځان مکلف وبولي.

یادونه: د پلان او پالیسۍ کمیټې، د لزوم دید په صورت کې یاده پالیسي  د تغییر وړ ده.

د پلان او پالیسۍ کمیټې اخلاقي پالیسي ـ د اسلامي اساساتو، د لوړو زده کړو وزارت  د قوانینو، مقرراتو، لوایحوو طرزالعملونو، وردګ پوهنتون اکاډمیکو اداري لوایحو، طرزالعملونو  او قوانینو په رڼا کې تر زیاتو بحثونو وروسته په څلورو څپرکو او اتو مادو کښې ترتیب شویده.

 

 

پورته اخلاقي پالیسي د پلان او پالیسۍ  کمیټې په   ۱۹    /  ۱ / ۱۴۴۴نیټه او (     ۱      ) پروتوکول کې تائید او ثبت ده.

پوهنیار حمیدالله عمري

د پلان او پالیسۍ د کمیټې  مسؤل

 

 

 

 

یاده اخلاقي پالیسي پوهنتون  د رهبري  شورا په    ۱۹   /  ۱  /۱۴۴۴ نیټه او (    ۱       )ګڼه پروتوکول کې تائید او ثبت ده.

د وردګ پوهنتون رئیس

پوهنیار حمیدالله عمري

 

 

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

اخلاقۍ يالسي

 

 

 

 

 

 

د لوړو زده کړو وزارت

وردګ پوهنتون

پلان او پالیسۍ کمیټه

 

 

 

 

اخلاقي پالیسي

 

 

 

کال: ۱۴۰۱ هـ ش

 

 

سریزه

علمي څېړنې، تدریس او په علمي چارو بوختیا. . .

BACK TO NEWS