شکایاتو ته د لاسرسي کړنلاره

wu_admin
Sat, Sep 10 2022 10:46 AM

 

                        

IMG-20200202-WA0000

 

د افغانستان اسلامي امارت

لوړو زده کړو وزارت

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه

 

شکایاتو ته د لاسرسي کړنلاره

 

 

 

ترتیب کوونکي : د نظم ، دسپلین او شکایاتو اوریدو کمیټه                                                                                                                               

   

 

 

کال: ۱۴۰۱ هـ ش

 

 

 

 

 

 

 

 

 

سریزه

دا چې د اکاډمیک مرکز ټول غړي د تحصیلي مؤسسې له بنسټیزو عناصرو څخه دي، نو لازمه ده چې د تحصیل او کار په بهیر کې د زده کړې او کار وړ چاپیریال ورته برابر شي.

استادان، محصلین او د اکاډمیک مرکز  ټول غړي، د شکایتونو د درلودلو په صورت کې کولی شي د دغه کړنلارې سره سم خپل وړاندیزونه او شکایتونه د مسؤلو کسانو تر غوږونو ورسوي.

د موضوع د زیات اهمیت په اساس  وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د پوهنتون د نظم، دسپلین او شکایاتو اوریدو کمیټې،( شکایاتو ته د لاسرسي) تر عنوان لاندې یوه ځانګړې تګلاره جوړه کړي ده، چې په څلورو څپرکو او یوویشتو مادو کې ترتیب شوې ده. شکایتونه به د یادې تګلارې سره سم ثبت او څیړل کیږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لومړی څپرکی

پیل

لومړۍ ماده : دغه کړنلاره د عریضو د غور کولو قانون په شپږ ویشتمه ماده کې د درج شوو حکمونو له مخې، وضع شوې ده.

هدف

دویمه ماده : دغه کړنلاره د پوهنتون د حقیقي او حکمي اشخاصو د وړاندیزونو او شکایتونو د ثبت، څېړلو او نورو ته د رسولو په موخه ترتیب، تنظیم او وضع شوې ده.

کاري ساحه

درېیمه ماده : دا کړنلاره د استادانو ، اداري کارمندانو، زده کړیالانو او د بهرنیو اشخاصو د شکایاتو د ثبت او لاسرسي په ساحه کې د پلي کېدو وړ ده، چې د تطبیق نظارت او اړونده مراجعو ته د راپور ورکولو مسؤلیت یې د پوهنتون د نظم، ډسپلین او شکایاتو د اوریدو کمېټه په غاړه لري، تر څو د پوهنتون په هره برخه کې د اصلاحاتو، پرمختګونو او همدارنګه د نوښتونو لامل وګرځي.

د شکایاتود څیړلو مرجع

څلورمه ماده : د پوهنتون له کادري غړو او کارمندانو څخه د خلکو د غوښتنلیکونو او شکایتونو څیړنه په مستقیم ډول د پوهنتون د نظم، دسپلین او شکایاتو د اوریدو د کمیټې په واسطه صورت نیسي.

د راپور اخیستلو مرجع

پنځمه ماده : شکایاتو ته د لاسرسي هیئت مکلف دي، تر څو اجراآت وخت په وخت د پوهنتون د نظم او دسپلین کمیټې ته وړاندې کړي.

شکایاتو ته د لاسرسي هیئت

شپږمه ماده : شکایاتو ته د لاسرسي هئیت عبارت دی له (پوهنیار محمدجان آرین د مسئول په توګه، مدیر سیدالرحمن رحماني منشي، پوهنیار محمد شاکر پاڅون،  نامزد پوهنیار رحیم الله رحیمي، مدیر محمدخالد شنزی او مدیر محمدامین حکیمي غړي )

 

دوهم څپرکی : شکایت

 

شکایت او شکایت کونکي

اوومه ماده :  شکایت او شکایت کونکي باید د لاندې شرایطو درلودونکي وي:

  1. شکایت باید روښانه په شواهدو او اسنادو مستدلل او په لیکلې بڼه وي.
  2. شکایت باید د هر ډول ژبني، سمتي، قومي، مذهبي، سیاسي او نورو ملحوظاتو څخه خالي او پاک وي.
  3. شکایت باید ټاکلې مرجع ته وشي
  4. د شکایت د اثبات اړوند اسناد باید موجود او د شکایت له پاڼې سره مل وي.
  5. د شکایت کونکي شخص د هویت ښکاره کول اختیاري دي.

 

د شکایت کتګوري

اتمه ماده : شکایت د لاندې ډولونو درلودونکی دی.

 لومړۍ درجه شکایت : هغه شکایت دی، چې د لوړو زده کړو وزارت د دې کړنلارې په چوکاټ کې حل او فصل کیږي.

دویمه درجه شکایت : هغه شکایت دی، چې د رسمي مکتوب له لارې حل او فصل کیږي.

درېیمه درجه شکایت : هغه شکایت دی، چې د تلیفون او یاهم مستقیم له شخص سره په شفاهي ډول سره حل او فصل کیږي

د زده کړیالانو د شکایتونو ثبت او راټولول

نهمه ماده : د زدهکړیالانو شکایتونه به د لاندې مواردو په اساس سره ثبت او راټولېږي.

لارښود استاد : که ستونزه د مضمون د مفرداتو، استاد د تدریس، حاضرۍ یا د محصلانو سره د استاد د چلند اړوند وي، نو محصل دې موضوع لارښود استاد سره مطرح کړي.

دیپارتمنت ته مراجعه : که د لارښود استاد له خوا پر موضوع باندې غور ونه شو، يا موضوع د لارښود استاد تر صلاحيت لوړه وي، نو د ډيپارټمنټ آمر ته دې  مراجعه وشي :

                        الف : د محصل له خوا په ليکلي ډول.

                         ب :  د لارښود استاد له خوا په لیکلي ډول. 

د پوهنتون د نظم، ډسپلين او شکاياتو اورېدو کميټې ته مراجعه : که د ډيپارټمنټ له خوا موضوع حل نه شوه، يا د آمر تر صلاحيت لوړه وه، نو موضوع دې د پوهنځي د نظم ،ډسپلين او شکاياتو اورېدو کميټې ته راجع شي او که هلته هم حل نشوه بیا دې موضوع په ليکلي ډول د پوهنتون د نظم ،ډسپلين او شکاياتو اورېدو کميټې ته راجع شي

د شکاياتو او وړانديزونو د صندوق له لارې شکايت کول :  که محصل خپله موضوع د لارښود استاد، تدريسي مدير، اړوندې کميټې او څانګي سره مطرح نشي کړای نو د شکاياتو د صندوق له لاري به خپل شکايت د پوهنتون مسئولينو ته رسوي.

په انلاین ډول سره د شکایت ثبتول : (بریښنالیک او واټساپ) کې هم باید شکایت د شکایتونو د کړنلارې په ډول ترسره شي.

د پوهنتون کادري غړو، کارمندانو او نورو کسانو د شکایتونو ثبت او راټولول

لسمه ماده : هغه کسان چې شکایت ولري کولی شي خپل شکایتونه په مستقیم ډول په لاندې توګه وړاندې کړي:

  1. د پوهنځي ریئس ته مراجعه.
  2. د څانګو آمرینو ته مراجعه.
  3. د نظم، ډسپلین او شکایاتو د اوریدو کمیټې ته مراجعه.
  4. د شکایاتو په صندوق کې د شکایت ثبتول.
  5. په انلاین ډول سره د شکایت ثبتول . (بریښنالیک او واټساپ)

د شکایتونو څېړل

یوولسمه ماده : شکایتونو ته به په لاندې ډول لاسرسی کیږي:

  1. شکایاتو ته د لاسرسي لپاره د نظم، ډسپلین او شکایاتو د اوریدو کمیټې، شپږ کسیزه پلاوی ټاکلی دی او راټول شوي شکایتونه به په کټګوریو باندې ویشي، هر شکایت به د څیړلو په موخه د اړونده مرجع سره د اصولو او قواعدو په چوکاټ کې په محرم ډول شریک کوي، خو په هغه حالت کې چې د نظم، دسپلین او شکایاتو د اوریدو کمیټه د هغه د اعلانولو غوښتنه وکړي.
  2. شکایاتو ته د لاسرسي په ترکیب کې باید د نظم ، دسپلین او شکایاتو د اوریدلو کمیټې غړي موجود وي.
  3. د شکایاتو د ثبت کتاب باید موجود وي، تر څو شکایت په کې ثبت شي.
  4. د شکایت له څیړلو وروسته به په شکایت باندې د شوې پرېکړې جزیات  په لیکلي ډول له شاکي شخص سره شریک کړي.
  5. که د شکایت کونکي کس هویت معلوم نه وي د شکایت د څیړنې پایله به یې د کمیټې د غړو د رایو په تائید له ټاکلې مودې څخه خپرېږي.

 

د شکایاتو د ثبت کتاب

دوولسمه ماده : د شکایاتو د ثبت کتاب باید د لاندې مواردو درلودونکی وي : ۱- ثبت شماره ۲- د شکایت مسلسله شماره ۳- د شکایت کوونکي شهرت او آدرس باید موجود وي  ۴- د شکایت د موضوع لنډیز ۵- د شکایت د ثبت نېټه  ۶- په شکایت باندې د شوې پرېکړې نېټه ۷- د پرېکړې مرجع ۸ د شکایت د رجعت مرجع  ۹- نتیجه  ۱۰- کتنې

د نتایجو ابلاغ

دیارلسمه ماده : د شکایاتو نتایج د یوې اونۍ په دننه کې شاکي شخص ته ابلاغیږي. د نشراتو کمېټه دنده لري، چې د خلکو د شکایتونو د څیړنې په اړه تر سره شوي اجرآات د یوې میاشتې په ترڅ کې د عامه خبرتیا لپاره د یو ټاکلي بورډ څخه خپاره او نشر کړي.

د شکایت رد

څوارلسمه ماده : که چېرې شکایت د دې کړنلارې د شکایت شرایط نه وي پوره کړي د نظم، دسپلین او شکایاتو د اوریدو کمیټه  صلاحیت لري چه شکایت رد کړي.

د اجراتو په نظر کې نیول

پنځلسمه ماده : هغه اشخاص او ادارې چې د نظم، دسپلین او شکایاتو د اوریدو کمیټې له لوري د شکایاتو پر بنسټ ورته فیډبک او یا هم لارښوونې کیږي په جدي ډول په نظر کې ونیسي، د نه پاملرنې په صورت کې د قوانینو سره سم ورسره چلند کیږي اړونده ادارې مکلفې دي شکایتونه په خپل وخت او زمان سره په جدي ډول وڅاري او د خپلو اجراآتو څخه د نظم، دسپلین او شکایاتو د اوریدو کمیټه په جریان کې کړي .

 

 

 

 

درېیم څپرکی : د شکایاتو صندوق

 

شپاړسمه ماده : پوهنتون باید د شکایاتو د صندوق اړوند لاندې  موارد په پام کې ونیسي:

  1. صندوق باید په مناسب ځای کې نصب وي، چي شکايت کوونکی دا تشویش ونلري

چې اداري مسؤلین یې ویني.

  1.  د شکایاتو له صندوق څخه باید محصلین په رسمي ډول خبر وي.
  2. صندوق بايد په دوو اونیو کې يو ځل د کمیټې په حضور کې وکتل شي.
  3. محصلانو ته بايد دا ذهنيت ورکړل شي، چې صندوق  د دوی د  شکاياتو لپاره دی، نو ښه داده، چې د علمي او اکاډميکو اصولو څخه وتلي موضوعات پکې مطرح نه شي.
  4. د صندوق د قلفونو کيلۍ بايد داسې خوندي ځای وي، چي یواځې د پوهنتون د نظم، دسپلین کمېټه ورته لاس رسی ولري.
  5. صندوق باید ترخلاصولو وروسته مهرلاک شي له مهرلاک پرته د اعتبار وړ نه دی.

 

اوولسمه ماده : شکایت کوونکي باید په صندوق کې د شکایت اچولو پر مهال لاندي موارد په پام کې نیسي

  1. شکایت کوونکي مکلف دی خپل شکایت د دې کړنلارې له حکمونو سره سم ثبت کړي.
  2. شکایت باید په روښانه ، واضح او د لوستلو وړ خط باندي لیکل شوی وي.
  3. د انساني کرامت خلاف، مبالغه آمیزه او غیر اړینو مطالبو له لیکلوڅخه باید په جدی ډول ډډه وشي.
  4. په یوه شکایت کې باید هغه مطالب ونه لیکل شي چې د ماهیت له نظره یو له بل سره توپیر ولري.
  5.  په یوه شکایت کې هغه حقوقي او جزایي موضوعات درج کول چې له یوې پېښې سرچینه نه اخلي د منلو وړ نه دي.
  6. ډلییز شکایت په هغه حالت کې د منلو وړ دی، چې د ټولو شکایت کوونکو موضوع یوشان او یا له یوې پېښې سرچینه اخلي.
  7. که چیري شکایت کوونکي خپل شهرت په شکایت کې لیکلی وي نو لاسلیک او یا د ګوتي نښان يې د شکایت په آخر کې اړین دی.
  8. که چیري شکایت کوونکي مخکې هم د دې موضوع په اړه شکایت کړي وي، نو په هغه باندي د ترسره شویو اجراتو یادول هم شرط دي.
  9. شکایت کوونکی باید د خپل شکایت د اثبات اړوند ټول اسناد د شکایت سره سم د شکایاتو صندوق ته واچوي.

 

څلورم څپرکی : متفرقه حکمونه

 

اتلسمه ماده : که چیرې د شکایت متن د انساني کرامت او حیثیت خلاف وي شاکي ته به د لوړو زده کړو وزارت د نظم او دسپلین د لایحې  مطابق جزا ورکول کیږي.

نولسمه ماده : هغه کسان چې یو ځل یې د قانون د حکمونوسره سم  شکایت ته لاسرسی شوی وي، خو پرلپسي د خپلې غیرقانوني غوښتنې په خاطر د پوهنتون د اکاډمیک او غیر اکاډمیک کارمندانو د اذیت او آزار سبب ګرځي د موضوع د څېړني په خاطر عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپیژندل کیږي

شلمه ماده : که چېرې شکایت کوونکی  وپیژندل شي او موضوع  هم حساسه وي، نو د هغه معرفت باید پټ وساتل شي.

انفاذ

یو ویشتمه ماده : دغه تګلاره د پوهنتون د رهبري شورا  د تائید له نیټې وروسته د تطبیق وړ ده . او د تائیدېدو له نیټې وروسته د پوهنتون د نشراتو کمیټه دنده لري چې د عامه خبرتیا لپاره دې یاده کړنلاره د پوهنتون د اعلاناتو پرتخته، فسبوک پاڼه او ویب سایت کې خپره کړي.

 

دغه تګلاره د نظم ، دسپلین او شکایاتو د اوریدلو کمیټې  په (    1  ) ګنه پروتوکول کې ثبت او ۱۴۴۴ /   ۱  /   ۱۹   نېټه غونډه کې تائید شوه.

 

د نظم ، دسپلین او شکایاتو د اوریدلو کمیټې مسئول

پوهنمل عبدالقدیر جلالي

 

دغه تګلاره د پوهنتون په رهبری شورا (   1  ) ګنه پروتوکول کې ثبت او ۱۴۴۴ /  ۱  /   ۱۹ نېټه غونډه کې تائید شوه.

د وردګ پوهنتون رئیس

پوهنیار حمید الله عمري